construction of walls started on Paron highway

 

دپارون لوې غزیدلې لارې ته د دیوالونو جوړولو کار پیل شو .

دنورستان والي ښاغلي حافظ عبدالقیوم نن دهغه دیوالونو د پیل پرانسته وکړه چې د پارون لوې غزېدلې لارې ته د اړتیاوړ ځایونو کې جوړیږي 
ښاغلي حافظ وویل : دا دیوالونه به د لوې غزیدلې لارې په مختلفو اړتیا وړ ځایونو کې جوړ شي . چې په ټوله کې به (۷۵۰) متره اوږدوالی ولري او څه دپاسه پنځه میلیونه افغانۍ به پرې مالی لګښت راشي . 
دولایت مشرتابه د شرکت په کارکونکو ټېنګار وکړ چې په معیاري ډول د دیوالونو چارې په دوه میاشتو کې بشپړې کړې . 
د یادو دیوالونوپه جوړیدو سره به د لارې په زیاتو ځایونو کې کوم چې د موټر چلونکو لپاره کواښ لرونکي وو ښه شي او موټر چلونکو ته به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
۱۳۹۷/۶/۱۹