د والي بیوګرافي

 ښاغلي حافظ عبدالقیوم د نورستان ولایت د واما  ولسوالۍ د اسلام اباد کلي کښې  په ۱۳۵۴هـ ش کال د مرحوم غلام الله په کور کښې زیږدلی دی.خپلې لومړنۍ او منځنۍ  زده کړې یی په شرعي او عربي علوموکې په ګاونډي هیواد پاکستان کې سرته رسولې . او لوړې زده کړې یی په کال ۱۳۹۲ هـ ش  د کابل دعوت پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو  په پوهنځي کې تر سره کړې .

ښاغلي حافظ عبدالقیوم دمورنۍ ژبې نورستانۍ سربېره په ملي ژپو دري او پښتو په نړیوالو اردو او عربی ژبو  خبرې کوي او ورسره پوره اشنایی لري.

   نوموړي دهیواد په مختلفوبرخوکې بېلابېلې دندې تر سره کړې ۱۳۸۴ څخه یی ۱۳۸۸ هـ ش کال         پورې دنورستان ولایت د علماؤدشورا  درئیس او ترڅنګ یی ۱۳۸۶څخه تر ۱۳۸۷ هـ ش کاله دپوهنې   وزارت په دینې امورو کې دمشاور په حیث دنده تر سره کړې، په کال ۱۳۸۸ هـ ش کې د ډیرو رایو په   تر  لاسه کولو سره د نورستان ولایت د ولایتي شورا غړی و ټاکل شوچې له ولایتي شورا له خوا بیا   دسناتور په حیث وټاکل شو.

 د۱۳۸۸ هـ ش کال د دسلواغې  د میاشتې ۱۳۹۲ هـ ش کال د کب د دوهمې نیټې پورې دمشرانو دجرګي د غړي په توګه دنده ترسره کړه  همدارنګه په یاده جرګه کې د عدلي او قضایی کمیسیون ، دحقوقي څارنې او د اداري فساد سره د مبارزې د رئیس دنده تر سره کړې.

ښاغلي حافظ عبدالقیوم دپاکستان ، هندوستان ،سعودي عربستان ،مالیزیا ،اندونیزیا ،سوډان،ایران  عربي متحده اماراتو هیوادونو ته  رسمي او غیري رسمي سفرونه تر سره کړي دي  .

په کال ۱۳۹۲هـ ش کې  دکب د میاشتې په شپاړسمه  یی  د نورستان ولایت د والي دنده اشغال کړې  په مختلفو دیني اوسیاسي مسایلوکې ناچاپ اثار هم لري  .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

وروستي خبرونه

نور

دکارموندنې اعلان

نور

داوطلبۍ يا مزايده